د افغان ځانګړو ځواکونو د قول اردو چارواکي وايي، دغه ځواکونو هلمند ولایت کې د القاعده شبکې یو لوړپوړی غړی وژلی او دوه پاکستانۍ ښځې یې نیولې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر چارواکي زیاتوي، د القاعده شبکې دغه غړی تېره شپه د زمري ۱۵مه، د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شپنیو عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.
د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د قول اردو ویاند عبدالقیوم نورستاني وايي، دغه عملیات د بګرام د ټیم د ځانګړو ځواکونو له خوا تر سره شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې یادو ځواکونو پرون شپه په ګرمېسر ولسوالۍ کې عملیات وکړل، چې پر مهال یې د القاعده شبکې مهم غړی عبدالرحیم المصري وژل شو.
دی وايي، عملیات د المصري د نیولو له پاره په لار اچول شوي وو، خو المصري له خپلو شپږو ملګرو سره یو ځای په دې عملیاتو کې وژل شوی دی.
نورستاني زیاته کړه، چې المصري د القاعده ډلې لوړ پوړی غړی وو چې د هلمند په ګډون یې په ټول افغانستان کې د دغه ډلې د امرونو د پلي کېدو مسؤولیت پر غاړه درلود.
هغه د شپږو نورو وژل شویو وسله والو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو په ورته وخت کې د همدې قول اردو له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې شپنیو عملیاتو کې دوه پاکستانۍ ښځې هم د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوې دي.
دغه راز خبرپانه زیاتوي، چې په عملیاتو کې یوه اندازه وسلې، اسناد، ۸ کمپوټره، ۲۱ هارد ډیسک او د ماین د جوړولو یولارښود هم دغو ځواکونو ته په لاس ورغلي او د ماین جوړولو یوه فابریکه له منځه وړل شوې ده.
د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ترسره شویو عملیاتو په اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي او نه هم القاعده شبکې د خپل یوه غړي د وژل کېدو په اړه څه ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل