د کورنیو چارو وزارت:لوګر کې یو مهم طالب قوماندان وژل شوی دی

16 اسد 1397 ساعت 14:14

د کورنیو چارو وزارت په لوګر ولایت کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان او د هغه د دوه تنو ملګرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


د کورنیو چارو وزارت په لوګر ولایت کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان او د هغه د دوه تنو ملګرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن سه شبنې د زمري ۱۶ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د داودخېلو په کلي کې د وسله والو پر ضد عملیات تر سره کړل.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د نجیب الله مشهور په همت د طالبانو یو مهم قوماندان له دوه تنو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

خبرپاڼه وايي، قوماندان نجیب الله د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې په ګڼو ترهګریزه بریدونو او فعالیتونو کې لاس درلود.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې په عملیاتو کې ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

[جمهور خبري آژانس:کابل



 


د مطلب کود: 107139

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107139/

جمهور
  https://www.jomhornews.com