لوګر کې دوه خطرناک مجرمین نیول شوي دي

16 اسد 1397 ساعت 14:21

د کورنیو چارو وزارت وايي، ځانګړو افغان پولیسو په لوګر ولایت کې دوه خطرناک او متکرر مجرمین چې وروڼه دي نیولي دي.


د کورنیو چارو وزارت وايي، ځانګړو افغان پولیسو په لوګر ولایت کې دوه خطرناک او متکرر مجرمین چې وروڼه دي نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن سه شبنې د زمري ۱۶ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو تېرشپه د لوګر د مرکز پل علم اړوند سیمه کې عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د خالد په نوم یو متکرر مجرم او د هغه ورو چې په دې کړنو کې ورسره شریک وو نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، خالد او د هغه ورور په سازمان شویو جرایم، لکه سړي تښتونې، ترور، ماین اېښودنې او د مسافرو په لوټلو کې لاس درلود.

خبرپانه وايي، نیول شویو مجرمینو د دشت سقاوې او مرکز پل علم تر منځ پرته لار باندې د مسافرو په لوټلو کې مهم رول درولود.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 107141

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107141/

جمهور
  https://www.jomhornews.com