غزني کې طالبانو او افغان سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

16 اسد 1397 ساعت 14:41

راپورونه وایي، د غزني ولایت په قیاق دره کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته نښته شوې، چې په ترڅ کې یې له دواړو لورو نېږدې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


راپورونه وایي، د غزني ولایت په قیاق دره کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته نښته شوې، چې په ترڅ کې یې له دواړو لورو نېږدې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني د ولایت شورا مشره لطیفه اکبري ویلي، وسله والو طالبانو تېره شپه د زمري ۱۵ مه د غزني ولایت په قیاق دره کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو ډلیز بریدونه کړي دي.

نوموړې زیاته کړې، چې طالبانو په بریدونو کې ۱۲ سرتېري وژل او شپږ پوستې یې سوځولې دي.

د غزني ولایت امنیه قوماندانۍ هم په قیاق دره کې د طالبانو د بریدونو او جګړې پخلی کړی خو وایي افغان ځواکونو سخت مقاومت کړی او طالبان یې پر شاه تمبولي.

امنیه قوماندانۍ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه جګړه کې تر ۴۵ پورې وسله والو طابانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 107143

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107143/

جمهور
  https://www.jomhornews.com