۰

د پاکستان مرکزي بانک وايي له افغانستان سره اقتصادي اړیکې پراخې شوې

سی شنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۷
د پاکستان مرکزي بانک په یوه راپور کې ویلي، چې د دغه هېواد او افغانستان تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه یو ځل بیا ګرمه او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.
د پاکستان مرکزي بانک وايي له افغانستان سره اقتصادي اړیکې پراخې شوې
د پاکستان مرکزي بانک په یوه راپور کې ویلي، چې د دغه هېواد او افغانستان تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه یو ځل بیا ګرمه او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بانګ په خپاره کړي راپور کې زیاته کړې، چې له افغانستان نه پاکستان ته د وارداتو کچه زیاته شوې ده.

په راپور کې دغه راز یادونه شوې، چې افغانستان ته د پاکستان صادرات چې د ۲۰۱۶میلادي کال له جولای میاشتې د ۲۰۱۷میلادي کار تر مې میاشتې پورې یو میلیارد او ۷زره ډالره و، د ۲۰۱۷میلادي کال له جولای میاشتې نه د ۲۰۱۸کال تر مې میاشتې پورې یو میلیارد او ۴۰۲میلیونه ډالرو ته زیات شوي دي.

باید و ویل شي، چې دوه کاله وړاندې پاکستان افغانستان ته دوه نیم میلیاده ډالره صادرات درلودل، خو د دواړو هېوادونو وروستیو کړکېچونو د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ هم ناوړه اغېز وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي