د پاکستان مرکزي بانک وايي له افغانستان سره اقتصادي اړیکې پراخې شوې

16 اسد 1397 ساعت 14:47

د پاکستان مرکزي بانک په یوه راپور کې ویلي، چې د دغه هېواد او افغانستان تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه یو ځل بیا ګرمه او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.


د پاکستان مرکزي بانک په یوه راپور کې ویلي، چې د دغه هېواد او افغانستان تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه یو ځل بیا ګرمه او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بانګ په خپاره کړي راپور کې زیاته کړې، چې له افغانستان نه پاکستان ته د وارداتو کچه زیاته شوې ده.

په راپور کې دغه راز یادونه شوې، چې افغانستان ته د پاکستان صادرات چې د ۲۰۱۶میلادي کال له جولای میاشتې د ۲۰۱۷میلادي کار تر مې میاشتې پورې یو میلیارد او ۷زره ډالره و، د ۲۰۱۷میلادي کال له جولای میاشتې نه د ۲۰۱۸کال تر مې میاشتې پورې یو میلیارد او ۴۰۲میلیونه ډالرو ته زیات شوي دي.

باید و ویل شي، چې دوه کاله وړاندې پاکستان افغانستان ته دوه نیم میلیاده ډالره صادرات درلودل، خو د دواړو هېوادونو وروستیو کړکېچونو د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ هم ناوړه اغېز وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107144

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107144/

جمهور
  https://www.jomhornews.com