د لوګر ولایتي شورا غړی:

ازره د سقوط سره مخ ده، د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې پولیسو وژل شوي

16 اسد 1397 ساعت 15:43

د لوګر د ولایتي شورا غړي وايي، د دغه ولایت په ازره ولسوالۍ کې سخته جګړه ده او که پر وخت مرسته ونه رسيږي دغه ولسوالي به سقوط شي.


د لوګر د ولایتي شورا غړي وايي، د دغه ولایت په ازره ولسوالۍ کې سخته جګړه ده او که پر وخت مرسته ونه رسيږي دغه ولسوالي به سقوط شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوګر د ولایتي شورا یو غړي عبدالولي وکیل ویلي، طالبانو له تېرو څو ورځو راهیسې دغه ولسوالۍ ته غزځېدلې لارې تړلې او تېره شپه یې جګړه پیل کړې چې لا هم دوام لري.

نوموړي زیاته کړې د لارو بندښت خلک له ستونزو سره مخ او پر طالبانو یې غوسه کړي، خو طالبانو جګړې ته زور ورکړی او پر ولسوالۍ یې بریدونه پیل کړي دي.

د عبدالولي وکیل په وینا، چې له نښتو وروسته بهرنیو ځواکونو د جګړې پر سیمه هوايي بریدونه تر سره کړي، چې په هغې کې هم سیمه ییز او ملي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی وايي، د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۲ سیمه ییزه او ملي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې او که پر وخت نور ځواکونه ازرې ته ونه رسېږي نو ښايي دغه ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د لوګر د ولایتي شورا دغه غړی زیاتوي، چې د ازرې ولسوالۍ د روان وضعیت په اړه یې د مرکزي حکومت سره شریکه کړې خو په وینا یې هغوی تر اوسه کومه پاملرنه نه ده ورته کړې.

دغه راز د لوګر د والي ویاند شمشاد لونګ هم ویلي، چې په ازره ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې درې سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

مرکزي حکومت او دغه راز د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د هوايي بریدونو او په کې د امنیتي سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس: لوګر
 
 
 


د مطلب کود: 107149

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107149/

جمهور
  https://www.jomhornews.com