نړیوال بانک وايي د افغانستان اقتصادي وده کمه شوې ده

16 اسد 1397 ساعت 16:00

نړیوال بانک په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، د افغانستان اقتصادي وده په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د تېر کال په پرتله کمه شوې ده.


نړیوال بانک په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، د افغانستان اقتصادي وده په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د تېر کال په پرتله کمه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه دغه شپږمیاشتنی راپور نن سه شبنې د زمري ۱۶ مه خپور کړ.

د نړیوال بانک د راپور له مخې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د افغانستان د اقتصادي وده ۲،۵ سلنه وه چې د تېر کال په پرتله ۰،۲ کموالی په‌کې راغلی.

په دغه راپور کې راغلي، چې د افغانستان د اقتصادي ودې بهیر د راتلونکو ټاکنو د متوقع پایلو، پر کاروبار د باور کموالی، پڅو اقتصادي فعالیتونو، وچکالۍ او همداراز د امنیتي وضعیت د خرابېدو له کبله له ستونزو سره مخ دی.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رییس شوبهم چودري د همدې راپور د وړاندې کولو پر مهال و ویل چې افغان حکومت باید د اقتصادي وضعیت د مخ پر خرابېدونکي حالت مخه ونیسي.

نوموړي وایي، د افغانستان اقتصادي وضعیت له تېرو دریو کلو راهیسې مخ پر ښه کېدو وو خو اوس دغه حالت د راتلونکو ټاکنو، وچکالۍ، ناامنۍ او بې باورۍ له امله خراب شوی دی.

د هغه په وینا دا وضعیت د حکومت او خصوصي سکټور لپاره ننګونکی دی، نو ځکه یې باید د مخنیوي له پاره جدي ګامونه واخستل شي.

د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په برخه کې د حکومت هڅې د پام وړ دي، خو باید دغه هڅې لا زیاتې او موجوده لاسته راوړنې دې وساتل شي.

چودري وايي، دا مهال د افغانستان له نیمايي څخه زیات نفوس په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي چې د دغه وضعیت ښه کول د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت ګډ مسؤلیت دی.

د نړیوال بانک د اقتصادي راپور له مخې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې هم کموالی راغلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 107151

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107151/

جمهور
  https://www.jomhornews.com