ولسمشر غني کاپيسا ولایت ته ولاړ

17 اسد 1397 ساعت 8:56

ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کاپسا ولایت ته ولاړ او د دې ولایت له چارواکو او ولسونو سره به غوندې ولري.


ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کاپسا ولایت ته ولاړ او د دې ولایت له چارواکو او ولسونو سره به غوندې ولري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني نن چهارشبنې د زمري ۱۷ مه سهار کاپیسا ولایت ته رسېدلی دی.

ولسمشر به کاپیسا کې د ګلبهار د برېښنا د ۲۲۰/۲۰ کیلوولټه ظرفیت لرونکي سب سټیشن پرانسته وکړي.

دغه راز به ښاغلي غني د کاپیسا د ملکي او نظامي مسؤولینو تر څنګ ښځو، ځوانانو او د مدني ټولنې استازو، ښوونکو او د پوهنتون استادانو، علماوو، مشرانو او متنفذینو او ولسوالانو سره جلا جلا کتنې ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 107163

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107163/

جمهور
  https://www.jomhornews.com