ناټو لوګر کې د پولیسو د مرګ ژوبلې په اړه څېړنه کوي

17 اسد 1397 ساعت 9:10

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، لوګر ولایت کې د خپل هغه هوايي برید په اړه پلټنه کوي، چې ویل کېږي، افغان پولیس په کې وژل شوي دي.


په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، لوګر ولایت کې د خپل هغه هوايي برید په اړه پلټنه کوي، چې ویل کېږي، افغان پولیس په کې وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پرون د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ سخته نښته رامنځ ته شوې وه، چې د بهرنیو ځواکونو د جګړې په سیمه کې پر طالبانو هوايي برید وکړ.

تر دغه برید وروسته د لوګر د ولایتي شورا او ځايي چارواکو و ویل، چې د بهرنیو ځواکونو په دغه هوايي برید کې طالبان نه بلکې افغان پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم وايي، د بهرنیو ځواکونو ځواکونو په هوايي برید کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، دغه هوايي برید د امریکايي ځواکونو له خوا شوی او په کې ۹ پولیس وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ماموریت وایي، دوی د افغان ځواکونو په غوښتنه پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

خو د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند مارتين اوډونیل دوی د دغه بریدونو پلټنه به کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 107164

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107164/

جمهور
  https://www.jomhornews.com