۰

خوست کې ماین چاودنې درې ولسي وګړي وژلي

چهارشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۷
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، خوست ولایت کې پر ولسي وګړو د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خوست کې ماین چاودنې درې ولسي وګړي وژلي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، خوست ولایت کې پر ولسي وګړو د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه تېره ورځ سه شنبې د زمري ۱۶ مه د خوست ولایت د ځاخي میدان ولسوالۍ د سيدګۍ په سيمه کې رامنځ ته شوې.

د خوست امنیه قوماندان سمونمل اختر محمد نورزی وايي، وسله والو لومړی په دغه کسانو ډزې کړې او وروسته پرې د ماین چاودنه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د ماین په چاودنه کې درې تنه ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
نورزی زیاتوي، چې د وژأ شویو کسانو جسدونه د سیمې خلکو له ځان سره وړي او ټپیان یې خوست ښار کې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د خوست امنیه قوماندان د دغه وسله وال برید او میان چاودنې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:خوست
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي