د کابل –کندهار او کابل – بامیانو لارې د ترافیکو پر مخ وتړل شوې

17 اسد 1397 ساعت 10:18

د وردګو ولایت د مرکز میدان ښار خلکو په لاریون لاس پورې کړی او د کابل- کندهار او کابل – بامیانو لویې لارې د ترافیکو پر مخ تړلې دي.


د وردګو ولایت د مرکز میدان ښار خلکو په لاریون لاس پورې کړی او د کابل- کندهار او کابل – بامیانو لویې لارې د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لاریون کوونکو له نن چهارشبنې د زمري ۱۷ مه سهار راهیسې دغه لارې د میدان ښار د تخت کوتل په سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

لاریون کوونکي چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېږدي د کابل کندهار د لویې لارې پر سر پر سړک باندې کانټینر اېښی او لار یې بنده کړې ده.

دوی وايي، دغه لار یې ځکه تړلې او لاریون یې کړی، چې څو ورځې وړاندې یې ځینې وړاندیزونه مرکزي حکومت ته کړي خو حکومت ورته تر اوسه پاملرنه نه ده کړې.

که څه هم لاریون کوونکو د خپلو وړاندیزو په اړه بشپړ جزیات نه دي ورکړي، خو له دې وړاندې یې هم یو ځل لاریون کړی وو، او په هغه کې یې له وردګو سره د میدان ښار د نوم اخستلو، د سیدآباد ولسوالۍ اړوند ټوپ دښتې څخه میدان ښار ته د وردګو پوهنتون د انتقال او دغه راز په دولتي ادارو کې دندې د قومونو په تناسب هغه غوښتنې کړې وې.

لاریون کوونکو اوس دغه لار د ترافیکو پر مخ تړلې، چې د یادو لویو لارو مسافر او د سیمې اوسېدونکي یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 107173

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107173/

جمهور
  https://www.jomhornews.com