نامعلومه وسله والو پروان کې یو دیني عالم وژلی دی

17 اسد 1397 ساعت 11:50

سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو پروان ولایت کې یو دیني عالم په ډزو وژلی دی، چې جسد یې نن موندل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو پروان ولایت کې یو دیني عالم په ډزو وژلی دی، چې جسد یې نن موندل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې، خو د وژل شوي دیني عالم مړی په چاریکارو کې موندل شوی دی.

د جبل السراج ولسوال عبدالشکور قدوسي وايي، وژل شوي دیني عالم مولوي احمده نومېږي او د چاریکارو ښار د تتمدره د سیمې اصلي اوسېدونکی دی.

د هغه په وینا مولوي احمدشاه په دغه ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی خو جسد یې نن چهارشبنې د زمري ۱۷ مه سهار د پروان مرکز چاریکارو ښار د آبیارۍ کانال په سیمه کې پولیسو موندلی دی.

نوموړي و ویل، چې تر اوسه د دغه دیني عالم د وژلو علت او لامل نه دی معلوم شوی خو پولیسو په دې اړه خپلې پلټنې پیل کړې دي.

په ورته وخت کې د پروان امنیه قومانداني وايي، دوی د دغه دیني عالم د قتل په تور یو نفر نیولی، چې دا مهال ترې پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:پروان
 


د مطلب کود: 107179

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107179/

جمهور
  https://www.jomhornews.com