دفاع وزارت شینډنډ کې د ۲۱ طالبانو د وژلو خبر ورکوي

17 اسد 1397 ساعت 11:58

د ملي دفاع وزارت وايي، د افغان پوخ ځانګړو ځواکونو د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد یو لړ عملیات تر سره کړي، چې درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


د ملي دفاع وزارت وايي، د افغان پوخ ځانګړو ځواکونو د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد یو لړ عملیات تر سره کړي، چې درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د زمري ۱۷ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه عملیات د هرات د شینډنډ ولسوالۍ د امارت، شهرآباد او سنګچال په سیمو کې تر سره شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په عملیاتو کې د دوه قوماندانانو په ګدون ۲۱ طالبان وژل شوي، دوه عرادې موټر، ۶ موټرسایکلونه، ۲ میله کلاشنکوف، درې میله تومانچې او یو راکېټ ویشتونکی د افغان ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې په وژل شویو طالبانو کې د ناني او سبزګل په نوم د طالبانو دوه مهم قوماندان هم شامل دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا دفاع وزارت وايي، د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواک په عملیاتو کې ۱۶ طالبان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو په دې اړه هم غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 107180

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107180/

جمهور
  https://www.jomhornews.com