د ټاکنو خپلواک کمېسیون:

راتلونکې تاکنې پر بایومتریک سیستم نه شي تر سره کېدای، خو د شفافیت له پاره مو یې ګن تدابیر نیولي

17 اسد 1397 ساعت 12:34

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د وخت او ټکنالوژۍ د نه شتون له امله راتلونکې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په بایومتریک سیستم امکان نه لري، خو د شفافیت له پاره یې ګڼ تدابیر نیول شوي دي.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د وخت او ټکنالوژۍ د نه شتون له امله راتلونکې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په بایومتریک سیستم امکان نه لري، خو د شفافیت له پاره یې ګڼ تدابیر نیول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن چهارشنبې د زمري ۱۷ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، چې په بایومتریک سیستم د ټاکنو تر سره کېدو طرحه لومړی کمېسیون ورکړې وه، خو په خواشنۍ چې تر ۱۴ میاشتې ځنډ وروسته هم د کابینې له خوا تایید نه شوه.

نوموړي زیاته کړه، چې له هغې وروسته د ټاکنو کمېسیون د راتلونکو ټاکنو د ترسره کېدو له پاره پر یوه بله طرحه کار وکړ، چې هغه د تذکرې له مخې د رایه ورکوونکو نوم لیکنه او د تذکرې پر اساس د رایې ورکولو پروسه وه.

ښاغلي صیاد و ویل، چې کمېسیون د همدې طرح سره سم د نوم لیکنې پروسې له پیل څخه وړاندې د نفوس د ثبت احوال ادارې سره یو تړون لاسلیک کړ او د نوم لیکنې پروسه یې پیل کړه، چې په دریو پړاونو کې پای ته ورسېده.

نوموړي زیاته کړه، چې د نوم لیکنې په پروسه کې تر ۹ میلیونه پورې وګړو نوم لیکنه کړې، چې ټوله د تذکرو له مخې تر سره شوې ده.

د هغه په وینا کمېسیون په ټول توان سره د دغه پروسې شفافیت ته پاملرنه کړې، خو که کوم ځای کې تېرونه شوې وي او یا هم له جعل او تذویر څخه کار اخستل شوی و، نو هغه په کمېسیون پورې نه بلکې د تذکرو د وېش په ادارې پورې اړه لري.

صیاد د سیاسي ګوندونو د هغه طرحې په اړه چې راتلونکې ټاکنې دې په بایومتریک شکل تر سره شي و ویل، چې د وخت د کمېښت او ټکنالوژۍ د نشتون له کبله په دې ډول د ټاکنو تر سره کېدل ستونزمن دی او که چېرته دا کار وکړي ټاکنې ځنډېږي په داسې حال کې، چې ټاکنې باید په خپل وخت تر سره شي.

ده و ویل«دغه غوښتنه موږ په همغه لومړي سر کې کړې وه، خو په خواشنۍ تر ۱۴ میاشتې ځنډ وروسته هم کابینې تاييد نه کړه، اوس د ټاکنو له پاره ۷۰ ورځې وخت پاتې دی، چې ډېر کم دی او بل موږ اوس د بایومتریک له پاره ټکنالوژي نه لرو، نو په دې اساس د پارلمان او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو په دې سیستم نه شو تر سره کولای خو دا ډاډ درکوم چې د ټاکنو د شفافیت له پاره کمېسیون ګڼ تدابیر نیولي دي.»

صیاد و ویل، هغه تدابیر چې د ټاکنو کمېسیون په همدې پروسه کې د ټاکنو د شفافیت له پاره په پام کې نیولي یو یې هم د رایه ورکوونکو د نومونو ډېټابس کې ثبتول او بل ټولو مرکزونو ته د رایه ورکوونکو نوملړ لېږل دي، چې د هغه مطابق به ټاکنې تر سره شي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې کار سره به د هغه جعل مخه ونیول شي، چې چا دوه یا درې تذکرې اخیستي دي.

دغه راز صیاد و ویل، چې د ټاکنو د شفافیت له پاره کمېسیون یو بل دا کار هم کوي، چې د رایه ورکوونکو د نوم سره سم د رایه ورکولو پانې چاپوي.

د هغه په وینا دا چې تر ۹ میلیونه پورې وګړو نوم لیکنه کړې، نو د هغه مطابق به د رایې ورکولو پانې چاپ او هر مرکز ته به د لېست مطابق پاڼې لېږل کېږي.

هغه و ویل«دا ځل موږ ۹ میلیونه پاڼې چاپو، زیاتې نه چاپو او هر مرکز ته به د نوملړ له لېست سره سمې په همغه اندزه پانې لېږو، د ټاکنو کارکوونکي نه شي کولای، چې د رایې په ورځ و وايي، چې په پلاني مرکز کې پاڼې کمې دي، ځکه څومره چې نوم لیکنه شوې وي په هماغه اندازه پاڼې ورکوو.»

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس د سیاسي ګوندونو د طرحې د هغه وړاندیز په اړه چې ټاکنیز نظام دې بدلون وکړي، و ویل، چې دا کار په کمېسیون پورې اړه نه لري، بلکې دا کار د قانون دی او د قانون تغیر د کمېسیون نه بلکې د دولت کار دی.

هغه د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې کمېسیون په تول توان د ټاکنو شفافیت ته ژمن دی، خو په وینا یې پارلماني او د ولسوالي شوراګانو ټاکنې په بایومتریک سیستم تر سره کېدل اوس مهال ستونزمن دی.

نوموړي و ویل، چې راتلونکې پارلماني او د ولسوالیو ټاکنې نه، خو د ولسمشرۍ ټاکنې به د سیاسي ګوندونو له وړاندیز سره سمې په بایومتریک سیستم تر سره شي، چې په دې اړه له دولت او نړیوالې ټولنې سره سر له اوسه خبرې اترې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 107183

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107183/

جمهور
  https://www.jomhornews.com