ولسمشر غني:

ډېر ژر به اوربند اعلان کړم او د سولې په اړه هم ملي اجماع شته ده

17 اسد 1397 ساعت 15:21

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ډېر ژر به له طالبانو سره اوربند اعلان کړي او دغه راز د تل پاتې سولې له پاره ملي اجماع شته چې په اړه یې خبرې اترې روانې دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ډېر ژر به له طالبانو سره اوربند اعلان کړي او دغه راز د تل پاتې سولې له پاره ملي اجماع شته چې په اړه یې خبرې اترې روانې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن چهارشبنې د زمري ۱۷ مه کاپیسا ولایت کې د ځینو پروژو له پرانستې وروسته په یوه غونده کې وکړې.

ښاغلي غني نن د یوه پلاوي په مشرۍ کاپیسا ولایت ته ولاړ او هلته یې د دغه ولایت له پاره د ګلبهار او کوهستان ولسوالیو د بریښنا درې پروژې د پرانستلې.

د دغه پروژو تر پرانستې وروسته ښاغلي غني، د مخورو، قومي مشرانو، مدني ټولنې استازو یو یوې لویې غونډې ته په وینا کې و ویل، چې ډېر ژر به له طالبانو سره د اوربند په اړه پرېکړه اعلان کړي.

دغه راز ولسمشر و ویل، چې طالبانو سره د سولې له پاره ملي اجماع رامنځ ته شوې او د یوې تل پاتې او باعزت سولې له پاره خبرې اترې روانې دي.

ولسمشر زیاته کړه داسې سوله غواړي، چې هر افغان په خپله غېږ کې ونیسي او په وینا یې دا سوله به په رڼا ورځ راخي نه د خلکو په غیاب کې او یا هم د بندو دروازو تر شاه.

ښاغلي غني په دې اړه و ویل« د سولې په برخه کې بشپړه اجماع شته دی، د سولې په وړاندیزونو کې معقول اختلاف شته دی، مختلفې طرحې شته، هیله مې د ټول ملت څخه داده، چې د سولې په مشورو کې ځان شریک کړي.

په ورته وخت کې ولسمشر غني  د شفافو ټاکنو ترسره کول جهاد اکبر وباله او ویې ویل، چې خامخا به شفافې ټاکتنې ترسره کیږي.

هغه د ولسوالیو شوراګانو په تاکنو کې د ښځو د نه ګډون او کم شمېر په اړه و ویل، چې دغه ستونزه به هم ډېر ژر هواره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 107201

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107201/

جمهور
  https://www.jomhornews.com