بلخ کې چاودنې ۱۲ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

17 اسد 1397 ساعت 15:39

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د زمري ۱۷ مه د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ د قوشې قزل په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د بلخ د پولیسو ویاند شېرجان درانی وايي، چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د ولسي وګړو یو سراچه موټر او یو موټر سایکل له دې سیمې د تېرېدو په حال کې وو.

نوموړي زیاته کړې، چې په چاودنه کې کې څلور مېرمنې، دوه ماشومان او دوه نارینه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیایي وضعیت په اړه یې معلوما نشته.

تر اوسه د چاودنې مسؤولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 


د مطلب کود: 107203

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107203/

جمهور
  https://www.jomhornews.com