کابل کې د مصر سفیر هاني صلاح وايي، هېواد یې د بنسټ پالنې او ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې له افغانستان سره هر اړخیزه همکاریو او مرستو ته چمتو دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سفیر هاني صلاح دغه څرګندونې نن چهارشنبې د زمري ۱۷ مه د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار سره محمد حنیف اتمر سره لیدنه کې کړې دي.
د ملي امنیت شورا پر فسبوک پاڼه راغلي، چې د ملي امنیت سلاکار د خپل کار په دفتر کې کابل کې د مصر له سفیر هاني صلاح سره وکتل.
سرچینه زیاتوي، په دې کتنه دواړو لورو په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي او بنسټ پالنې پر څرنګوالي بحث کړی او د دې ناوړه پدیدیو د مخنیوی پر لارو چارو یې هر اړخیزې خبرې کړې دي.
د ملي امنیت شورا پر فسبوک پاڼه لیکل شوی، چې ښاغلي اتمر د تاوتریخوالي او بنسټ پالنې په مخنیوي او د کچې په راکمولو کې د مصر د حکومت او خلکو رول مهم او د قدردانۍ وړ وباله.
په ورته وخت کې د مصر سفیر ویلي، چې هېواد یې د لوړو زده کړو، اسلامي تعلیماتو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې همکاریو ته چمتوالي لري.
دغه راز په افغانستان کې د مصر سفیر هاني صلاح د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل