پوتین ته د ټرمپ لیک د سناتور پاول په لاس ورسېده

18 اسد 1397 ساعت 8:37

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین ته د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیک د امریکايي سناتور راند پاول په لاس ورسېده.


د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین ته د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیک د امریکايي سناتور راند پاول په لاس ورسېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پاول پرون چهارشنبې د زمري ۱۷ مه په خپل ټوېټر لیکلي، ویاړي چې د ولسمشر ټرمپ یې یې د روسیې ولسمشر ته ورساوه.

هغه لیکلي« زما لپاره د ویاړ ځای دی چې د ولسمشر ټرمپ لیک مې د ولسمشر پوتین ادارې ته ورساوه.»

د سناتور پاول په وینا په دې لیک کې د امریکا او روسیې تر منځ په مهمو مسایلو لکه ترهګرۍ سره مبارزه او فرهنګي برخه کې پر همکاریو ټینګار شوی وو.

سپینې ماڼې هم تایید کړې، چې ولسمشر ټرمپ د روسیې ولسمشر ته لیک لېږلی او په وینا یې دغه د پېژندګلوۍ لیک د سناتور پاول په غوښتنه برابر شوی وو.

سپینه ماڼي وايي، په لیک کې هغو مسایلو ته اشاره شوې وه چې سناتور پاول غوښتل چې له روسي چارواکو سره خبرې ورباندې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107214

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107214/

جمهور
  https://www.jomhornews.com