۰
جنرال ووټل:

افغانستان کې له تسلیم شویو داعشیانو سره د جنګي بندیانو په څېر چلند کېږي

پنجشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۵
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف ووټل وايي، افغان حکومت ورته ډاډ ورکړی، چې جوزجان ولایت کې د تسلیم شویو داعش وسله والو سره به د جنګي بندیانو په څېر چلند وکړي.
افغانستان کې له تسلیم شویو داعشیانو سره د جنګي بندیانو په څېر چلند کېږي
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف ووټل وايي، افغان حکومت ورته ډاډ ورکړی، چې جوزجان ولایت کې د تسلیم شویو داعش وسله والو سره به د جنګي بندیانو په څېر چلند وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ووټل زیاته کړې، چې تسلیم شوي داعشیان د افغان حکومت له خوا نورو زندانونو ته لېږدول شوي او پلټنې ترې روانې دي.

د هغه په وینا  افغان حکومت امریکایي ځواکونو ته اجازه ورکوي چې د تسلیم شویو داعش وسله والو سره وګوري او په تحقیقاتو کې همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې په جوزجان ولایت کې د مولوي حبیب‌الرحمان او د هغه د مرستیال مفتي نعمت‌الله په مشرۍ د ۲۰۰ نه زیات د داعش غړي افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

افغان حکومت وايي، د دغه تسلیم شویو داعشیانو پر جنایتونو به سترګې پټې نه شي، بلکې د هغوی سره د جنګي بندیانو په څېر چلند کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي