۰
د امریکا دفاع وزیر:

طالبان تر فشار لاندې دي خو د سولې مذاکراتو ته راوستل به یې وخت ونیسي

پنجشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۲
د امریکا دفاع وزیر جنرال جیمز متیس وایي، د افغانستان او جنوبي اسیا له پاره د متحده ایالاتو د ستراتېژۍ له مخې طالبان د پخوا په پرتله ډېر تر فشار لاندې دي.
طالبان تر فشار لاندې دي خو د سولې مذاکراتو ته راوستل به یې وخت ونیسي
د امریکا دفاع وزیر جنرال جیمز متیس وایي، د افغانستان او جنوبي اسیا له پاره د متحده ایالاتو د ستراتېژۍ له مخې طالبان د پخوا په پرتله ډېر تر فشار لاندې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې متس د امریکا دفاع وزارت کې د یوې غونډې پر مهال خبریالانو ته ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو له پاره هڅه کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د همدې هدف له پاره وسله وال طالبان تر ډېر فشار لاندې دي، خو په وینا یې د سولې مذاکراتو ته د طالبانو حاضرېدل به وخت ونیسي.

جنرال په خپلو خبرو کې د امریکايي چارواکو او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې، خو ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو له پاره د سولې خبرې اترې او هڅې روانې دي.

د هغه په وینا د افغانستان ستونزه د سیمې او نړۍ په کچه ده، چې دغه ټکی امریکا اوس درک کړی او پر همدې اساس یې نوې ستراتېژي هم د سیمې په کچه په پام کې نیولې ده.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي