۰

هند په لغمان او پکتیا کې د ۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت دوه پروژې پلې کوي

پنجشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۱
هند د ۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د افغانستان په لغمان او پکتیا ولایتونو کې د یوه تفریحي پارک او یوه لابراتور د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل کړې.
هند په لغمان او پکتیا کې د ۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت دوه پروژې پلې کوي
هند د ۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د افغانستان په لغمان او پکتیا ولایتونو کې د یوه تفریحي پارک او یوه لابراتور د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تفریحي پارک په لغمان ولایت کې او د لابراتوار ودانۍ پکتیا په پوهنتون کې جوړېږي، چې مالي لګښت یې هند ورکوي.

په لغمان ولایت کې پر جوړېدونکي پارک چې د جوړېدو چارې یې پرون چهارشنبې په رسمي ډول پیل شوې ۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د لغمان چارواکي وايي، د دغه پارک مالي لګښت هندوستان هېواد ورکوي او ټاکل شوې د جوړېدو چارې یې په یوه کال کې بشپړې شي.

بل خوا د هند په ۵۰ میلیونه مالي مرسته د پکتیا پوهنتون د لابراتور له پاره ودانۍ جوړېږي، چې د پکتیا پوهنتون رييس پوهنمل دوکتور سید ولي جلالزي په وینا د دغه ودانۍ په جوړېدو سره به د نظري زده کړو ترڅنګ په عملي زده کړو کې هم د پام وړ بدلون راشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي