هند په لغمان او پکتیا کې د ۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت دوه پروژې پلې کوي

18 اسد 1397 ساعت 10:11

هند د ۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د افغانستان په لغمان او پکتیا ولایتونو کې د یوه تفریحي پارک او یوه لابراتور د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل کړې.


هند د ۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د افغانستان په لغمان او پکتیا ولایتونو کې د یوه تفریحي پارک او یوه لابراتور د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تفریحي پارک په لغمان ولایت کې او د لابراتوار ودانۍ پکتیا په پوهنتون کې جوړېږي، چې مالي لګښت یې هند ورکوي.

په لغمان ولایت کې پر جوړېدونکي پارک چې د جوړېدو چارې یې پرون چهارشنبې په رسمي ډول پیل شوې ۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د لغمان چارواکي وايي، د دغه پارک مالي لګښت هندوستان هېواد ورکوي او ټاکل شوې د جوړېدو چارې یې په یوه کال کې بشپړې شي.

بل خوا د هند په ۵۰ میلیونه مالي مرسته د پکتیا پوهنتون د لابراتور له پاره ودانۍ جوړېږي، چې د پکتیا پوهنتون رييس پوهنمل دوکتور سید ولي جلالزي په وینا د دغه ودانۍ په جوړېدو سره به د نظري زده کړو ترڅنګ په عملي زده کړو کې هم د پام وړ بدلون راشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 107222

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107222/

جمهور
  https://www.jomhornews.com