۰

روسیه پاکستاني سرتېرو ته روزنه ورکوي

پنجشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۸
د پاکستان پوځ وايي، پاکستان او روسیې هوکړه کړې، چې مسکو به پاکستاني سرتېري روزي.
روسیه پاکستاني سرتېرو ته روزنه ورکوي
د پاکستان پوځ وايي، پاکستان او روسیې هوکړه کړې، چې مسکو به پاکستاني سرتېري روزي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه هوګړه پاکستان ته د روسیې د مرستیال دفاع وزیر د سفر پر مهال شوې ده.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر ویلي، په دې هوکړه لیک کې پرېکړه شوېو چې روسیه به په خپلو نظامي روزنځایونو کې پاکستاني سرتېرو ته روزنه ورکوي.

د روسیې مرستیال دفاع وزیر پرون پاکستان ته په یوه سفر تللی او هلته یې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه او نورو چارواکو سره لیدلي.

د پاکستان د دفاع وزارت په وینا په دغه لیدونو کې روسي او پاکستاني چارواکو دواړو لورو د پوځیانو د روزنې تر څنګ په سیمه کې پر روانو مسایلو او د ترهګرۍ ضد مبارزه باندې بحثونه کړي دي.

باید و ویل شي، چې له امریکا سره د پاکستان د اړیکو تر سړېدو وروسته له روسیې سره د دغه هېواد اړیکې د پراخېدو په حال کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي