پکتیا کې ۲۸ طالبان او درې افغان پولیس وژل شوي دي

18 اسد 1397 ساعت 11:04

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو پکتیا ولایت کې پر امنیتي پوستو ډلیز بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي او درانه تلفات وراوښتي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو پکتیا ولایت کې پر امنیتي پوستو ډلیز بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي او درانه تلفات وراوښتي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پکتیا د پولیسو ویاند سردارولي تبسم ویلي، طالبانو تېره شپه (چهارشنبې شپه د زمري ۱۷ مه) د پکتیا ولایت د احمد خېلو ولسوالۍ د سکندر خېلو په سیمه کې پر دوو امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو له برید سره سم مرستندویه پولیس سیمې ته رسېدلي او طالبان یې کلابند کړي، چې د جګړې په ترڅ کې ۴۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې جګړې پنځه ساعته دوام درلودو چې په ترڅ کې یې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند دغه راز په دې جګړه کې د دریو پولیسو د وژل کېدو او څلور نورو د تپي کېدو پخلي هم وکړ.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 


د مطلب کود: 107228

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107228/

جمهور
  https://www.jomhornews.com