۰

بدخشان او فاریاب کې طالب ولسوال او قوماندانان وژل شوي دي

پنجشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۱
شمال کې د پوځ چارواکي د بدخشان ولایت د شهیدانو ولسوالۍ له پاره د نومول شوي طالب ولسوال او فاریاب کې د دریو طالب قوماندانانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
بدخشان او فاریاب کې طالب ولسوال او قوماندانان وژل شوي دي
شمال کې د پوځ چارواکي د بدخشان ولایت د شهیدانو ولسوالۍ له پاره د نومول شوي طالب ولسوال او فاریاب کې د دریو طالب قوماندانانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نه نن پنشنبې د زمري ۱۸ مه په دوه جلا خبرپاڼو کې ویل شوي، چې افغان امنیتي ځواکونو تېره شپه په بدخشان او فاریاب ولایتونو کې د طالبانو پر ضد ځمکني او هوايي عملیات تر سره کړي دي.

په لومړۍ خبرپانه کې ویل شوي، چې په بدخشان ولایت کې د افغان ځواکونو په یوه کمین کې د دغه ولایت د شهیدانو ولسوالۍ له پاره نومول شوی طالب ولسوال حمدالله سنګریار او دوه ملګري یې وژل شوي دي.

په خبرپانه کې ویل شوي طالب ولسوال حمدالله سنګریار او ملګري یې د بدخشان وردوج ولسوالۍ ته په لاره و، چې د بهارک ولسوالۍ د کورخو په سیمه کې د افغان ځواکونو پر یوه کمین کېوتل او ووژل شول.

بل خوا ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بله خبرپانه کې ویلي، چې افغان هوایي ځواک د فاریاب ولسوالۍ د ګرزیوان ولسوالۍ له پاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال مولوي حمید الله مشهور په پطرول پر جنګي پټنځای برید کړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دې هوايي برید کې د دریو قوماندانانو په ګډون لس وسله وال طالبان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه وايي، وژل شوي طالب قوماندانان ملا انعام الله، ملا نور احمد او ملا احمدشاه مشهور په غضنفر نومېږي او د لسو واړو وژل شویو طالبانو مړي د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د مولوي حمیدالله پر پټنځای په برید کې یو هاوان، یو میل پیکا، یو میل دهشکه، پنځه میله کلاشنکوفونه، چاوېدونکي توکي او یوه اندازه نور مهمات هم له منځه وړل شوي او یو میل پيکا، دوه میله کلاشنکوفونه او یو میل ایم ۱۶ ټوپک د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

طالبانو تر اوسه د دواړو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي