۰
د پاکستان پوځ:

د روان کال تر پایه به پر ډېورنډ د اغزن تار غځولو چارې بشپړې شي

شنبی ۲۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۱
د پاکستان پوځ وايي، د روان ۲۰۱۸ میلادي کال تر پایه به پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزن تاز او چال درولو چارې بشپړې او پای ته ورسېږي.
د روان کال تر پایه به پر ډېورنډ د اغزن تار غځولو چارې بشپړې شي
د پاکستان پوځ وايي، د روان ۲۰۱۸ میلادي کال تر پایه به پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزن تاز او چال درولو چارې بشپړې او پای ته ورسېږي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال آصف غفور ویلي، دوی د اغزن تار غځولو چارې له ډېره وخت پیل کړې او د روان میلادي کال تر ډسمبر میاشتې پورې به بشپړې شي.

د پاکستان د پوځ ویاند غفور وايي، له دغه کار څخه د پاکستان د حکومت موخه د ترهګرو د تګ راتګ مخنیوی دی.

پاکستان پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزن تاز غځولو تر څنګ کابو ۶۰ نور پوځیان هم غواړيي د دغه پولې په اوږدو کې ځای پر ځای کړي.

ویل کېږي یو شمېر پوځیان پر ډېورنډ کرښه ځای پر ځای شوي او د نورو له پاره کاروان روان دی، چې د پاکستان د حکومت په وینا دا کار هم د ترهګرو د تګ راتګ د مخینوي په موخه کوي.

خو د پاکستان د پوځ ویاند پر ډېورنډ پوله د ۶۰ زره پوځیانو د ځای پر ځای کولو خبره رد کړې او ویلي، چې د اغزن تار تر بشپړېدو وروسته به د امنیت ساتنې مسؤولیت د دغه سرحدي ځواکونو ته وسپارل شي.

پاکستان چارواکي پر ډېورنډ د غزن تار غځولو او امنیتي ځواکونو ځای پر ځای کولو خبرې پر داسې مهال کوي، چې افغان چارواکي وايي، که پاکستان په رښتیا غواړي د ترهګرۍ او ترهګرو مخنوی وکړي، نو لومړی دې په خپله خاوره کې د ترهګرو او وسله والو ډلو مرکزونه له منځه یوسي، د هغوی له ملاتړ او رونې دې لاس واخلي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي، د اغزن تار په غځولو د ترهګرۍ مخه نه شي نیول کېدای بلکې د ترهګرو مخه په هغه صورت کې نیول کېدای شي، چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه او روزنځایونه له منځه یوسي او د هغوی له ملاتړه لاس واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي