۰
امریکا:

نور پاکستاني سرتېرو نه روزو، پاکستان: موږ به یې روسیې او چین ته ولېږو

شنبی ۲۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۸
د ډونالډ ټرمپ ادارې پرېکړه کړې، چې نور به پاکستاني عسکر نه روزي، خو پاکستان ویلي، که امریکا دا کار وکړي نو دوی به خپل عسکر د روزنې له پاره روسیې او چین ته ولېږي.
نور پاکستاني سرتېرو نه روزو، پاکستان: موږ به یې روسیې او چین ته ولېږو
د ډونالډ ټرمپ ادارې پرېکړه کړې، چې نور به پاکستاني عسکر نه روزي، خو پاکستان ویلي، که امریکا دا کار وکړي نو دوی به خپل عسکر د روزنې له پاره روسیې او چین ته ولېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا پرېکړه د هغو اقداماتو برخه ده، چې د امریکا له لوري د پاکستان پر وړاندې اخیستل کېږي.

ټاکل شوې وه، چې د امریکا په نظامی پوهنتونو کې پاکستاني افسران د روزنې او زده کړو لپاره جذب شي او روزنه ورکړل شي.

خو د ټرمپ ادارې خپلو اړونده چارواکو ته سپارښتنه کړې چې دغه لړۍ ودروي او نور د امریکا په نظامي پوهنتونو کې پاکستاني افسران ونه روزي.

بل خوا د پاکستان حکومت ویلي، که امریکا پر خپله پرېکړه ودرېږي، نو خپل افسران به چین او روسیې ته د روزنې لپاره ولېږي.
باید و ویل شي، چې له امریکا سره د پاکستان د اړیکو تر سړېدو او ترینګلي کېدو وروسته د پاکستان او روسیې تر منځ اړیکې خورا تودې شوې دي.

همدا درې ورځې وړاندې د روسیې مرستیال دفاع وزیر پاکستان ته په سفر تللی و او هلته یې د پاکستان له نظامي چارواکو سره د سیمې د روان وضعیت او ترهګرۍ سره د مبارزې د خبرو تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ په نظامي همکاریو او مرستو هم توافق کړی دی.

ویل کېږي، چې همدا اوس هم لسګونه پاکستاني نظامیان د روسي روزونکو له لوري روزل کېږي او ګډ تمرینونه ترسره کوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي