امریکا: نور پاکستاني عسکر نه روزو

پاکستان: موږ یې روسیې او چین ته لېږو

20 اسد 1397 ساعت 9:47

د ډونالډ ټرمپ ادارې پرېکړه کړې، چې نور به پاکستاني عسکر نه روزي، خو پاکستان ویلي، که امریکا دا کار وکړي نو دوی به خپل عسکر د روزنې له پاره روسیې او چین ته ولېږي.


د ډونالډ ټرمپ ادارې پرېکړه کړې، چې نور به پاکستاني عسکر نه روزي، خو پاکستان ویلي، که امریکا دا کار وکړي نو دوی به خپل عسکر د روزنې له پاره روسیې او چین ته ولېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا پرېکړه د هغو اقداماتو برخه ده، چې د امریکا له لوري د پاکستان پر وړاندې اخیستل کېږي.

ټاکل شوې وه، چې د امریکا په نظامی پوهنتونو کې پاکستاني افسران د روزنې او زده کړو لپاره جذب شي او روزنه ورکړل شي.

خو د ټرمپ ادارې خپلو اړونده چارواکو ته سپارښتنه کړې چې دغه لړۍ ودروي او نور د امریکا په نظامي پوهنتونو کې پاکستاني افسران ونه روزي.

بل خوا د پاکستان حکومت ویلي، که امریکا پر خپله پرېکړه ودرېږي، نو خپل افسران به چین او روسیې ته د روزنې لپاره ولېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د روسیې مرستیال دفاع وزیر پاکستان ته په سفر تللی و او هلته یې د پاکستان له نظامي چارواکو سره د سیمې د روان وضعیت او ترهګرۍ سره د مبارزې د خبرو تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ په نظامي همکاریو او مرستو هم توافق کړی دی.

ویل کېږي، چې همدا اوس هم لسګونه پاکستاني نظامیان د روسي روزونکو له لوري روزل کېږي او ګډ تمرینونه ترسره کوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107266

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/107266/

جمهور
  http://jomhornews.com