۰

بادغېس کې ۶۰ طالبان د سولې پروسې سره یو ځای شول

شنبی ۲۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۴
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بادغیس ولایت کې د وسله والو طالبانو یو مشهور قوماندان له خپلو نېږدې ۶۰ ملګرو سره یو ځای د دولت سره یو ځای شوی دی.
بادغېس کې ۶۰ طالبان د سولې پروسې سره یو ځای شول
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بادغیس ولایت کې د وسله والو طالبانو یو مشهور قوماندان له خپلو نېږدې ۶۰ ملګرو سره یو ځای د دولت سره یو ځای شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکو ویلي، له دولت سره یو ځای شوی طالب قوماندان غفار توپان نومېږي او نن شنبې د زمري ۲۰ مه د خپلو کابو ۶۰ جنګیالیو سره یو ځای د دولت سره یو ځای شو.

د بادغیس د پولیسو ویاند نقیب امیني وايي، قوماندان توپان د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د شهرستان په سیمو کې دولت ضد فعالیت درلود.

د هغه په وینا نوموړي او وروسره نور طالب جنګیالي د خپلو یوه اندازه وسلو او مهماتو سره یو ځای دولت ته راغلي او له جګړې یې لاس اخیستی دی.

نوموړي وايي، له دې ورهاخوا د قوماندان توپان ۲۰۰ نور جنګیالي هم چې د قادس ولسوالۍ په ۱۱ کلیو کې فعالیت لري،  سولې ته لېواله دي او ډېر ژر به د سولې له روان بهیر سره یو ځای شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بادغیس
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي