۰

هرات کې ۱۱ طالبان او ۶ پولیس وژل شوي دي

شنبی ۲۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۳
سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۱۷ تنه وژل شوي دي.
هرات کې ۱۱ طالبان او ۶ پولیس وژل شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۱۷ تنه وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه د زمري ۱۹ مه د هرات ولایت اوبۍ ولسوالۍ کې وروسته له هغې رامنځ ته شوې، چې طالبانو د امنیتي ځواکونو پر ځینو پوستو بریدونه وکړل.

د هرات سرپرست امنیه قوماندان سید محمد احمدي وايي، د طالبانو په برید کې پنځه سیمه ییز او یو ملي پولیس وژل شوی دی، خو په ځوابیه برید کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د جګړې څو ساعته دوام درلود، خو د تازه نفسه ځواکونو په رسېدو سره طالبان په شاه تمبول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي