هرات کې ۱۱ طالبان او ۶ پولیس وژل شوي دي

20 اسد 1397 ساعت 14:03

سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۱۷ تنه وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۱۷ تنه وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه د زمري ۱۹ مه د هرات ولایت اوبۍ ولسوالۍ کې وروسته له هغې رامنځ ته شوې، چې طالبانو د امنیتي ځواکونو پر ځینو پوستو بریدونه وکړل.

د هرات سرپرست امنیه قوماندان سید محمد احمدي وايي، د طالبانو په برید کې پنځه سیمه ییز او یو ملي پولیس وژل شوی دی، خو په ځوابیه برید کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د جګړې څو ساعته دوام درلود، خو د تازه نفسه ځواکونو په رسېدو سره طالبان په شاه تمبول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 


د مطلب کود: 107279

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107279/

جمهور
  https://www.jomhornews.com