یو امریکايي جنرال وايي، په دې وروستیو کې په افغانستان کې د سولې له پاره داسې فرصتونه برابر شوي، چې شپږ میاشتې یې په اړه تصور هم نه کېده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال ریچارډ کریپ د بي بي سي له انګلسي څانګې سره خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې سولې ته هڅې او هیلې مخ په ډېرېدو دي.
جنرال کریپ د طالبانو او حکومت ترمنځ اوربند ته اشارې سره زیاته کړې، چې په تېرو څو میاشتو کې د افغان سولې په اړه بې ساري هڅې شوې دي.
نوموړي افغان ځواکونه پیاوړي بللي او وايي، دغه پوځ د ډېرو پیاوړو روزونکو له لوري لا هم د پیاوړي کېدو په حال کې دي
دی وايي، پر هوایي ځواک شدید کار روان دی، په نوو الوتکو مجهز کېږي او دوی به وکړی شي چې د جګړو لیکي کنټرول کړي.
دغه امریکايي جنرال زیاته کړې، چې امریکا او د ناټو غړي هېوادونه د افغان ځواکونو روزنې او تجهیز ته ژمن دي او خپلو مرستو ته به ادامه ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل