۰

سوریه کې درنې چاودنې لږ تر لږه ۳۹ تنه وژلي دي

دوشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۱
د سوریې د ادلب ولایت په یوه لوړ پوړیزه ودانۍ کې درنه چاودنه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۵۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سوریه کې درنې چاودنې لږ تر لږه ۳۹ تنه وژلي دي
د سوریې د ادلب ولایت په یوه لوړ پوړیزه ودانۍ کې درنه چاودنه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۵۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه تېره ورځ یکشنبې د زمري ۲۱ مه د ادلب لایت د سرمدا ښار په یوه څو پوړیزه ودانۍ کې رامنځ ته شوې ده.

تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی معلوم شوی خو له امله یې دوه ودانۍ چې مهمات په کې ځای پر ځای شوی وو په مکمله توګه له منځه تللې دي.

راپورونه وايي، په دې چاودنه کې ۳۹ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي، چې ویل کېږي، ډېری یې د هیئته تحریر الشام یا همغه پخوانی النصر جبهې غړي دي، چې له حمص څخه ادلب ولایت ته تللي وو.

 جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي