د ولسمشر په امر غزني ته نور ځانګړي ځواکونه رسېدلي دي

22 اسد 1397 ساعت 9:30

د ولسمشر محمد اشرف غني په امر د غزني د امنیت د ټنګښت په موخه تازه دمه ځانګړي ځواکونه دغه ولایت ته رسېدلي دي.


د ولسمشر محمد اشرف غني په امر د غزني د امنیت د ټنګښت په موخه تازه دمه ځانګړي ځواکونه دغه ولایت ته رسېدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، حکومت دغه پرېکړه تېره شپه وکړه.

د هغه په وینا د همدې پرېکړې پر بنسټ په د غزني ښار د ساتلو او امنیت د کابو کولو له پاره ځانګړي ځواکونه د ښار په بېلا بېلو برخو کې ځای پر ځای شوي.

باید و ویل شي، چې په غزني ښار د تېرې پنشنبې په شپه نېږدې ۱۰۰۰ تنو وسله والو طالبانو له څو اړخونو ډلیز بریدونه وکړل، چې د ښار ځینو برخو ته یې ځانونه رسولي دي.

د طالبانو له بریدونو سره سم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه لاس په کار شوي او د طالبانو سره په سخت جګړه کېوتي دي.

نن څلورمه ورځ ده، چې په غزني ښار کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ خال خال جګړه دوام لري خو د مرګ ژوبلې په اړه یې تر اوسه دقیق معلومات نه دي ورکړل شي.

ځینې راپورونه وايي، په دغه جګړه کې د ولسي وګړو په ګډون لسګونه طالبانو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته وخت کې راپورونه وايي، د پوځ د ځانګړو ځواکونو سربېره نېږدې شپږ سوه د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه هم غزني ښار ته ننوتي، چې ډېر ژر به امنیت کابو کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107316

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107316/

جمهور
  https://www.jomhornews.com