۰
د دفاع او کورنیو چارو وزیران:

د غزني په جګړه کې ۱۹۴ طالبان وژل شوي او ۱۴۷ ټپیان شوي دي

دوشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۹
د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیران وايي، د غزني په څلور ورځنۍ جګړه کې د ۱۲ مهمو قوماندانانو په ګډون چې بهرنیان هم ورکې دي، نېږدې ۴۰۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني په جګړه کې ۱۹۴ طالبان وژل شوي او ۱۴۷ ټپیان شوي دي
د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیران وايي، د غزني په څلور ورځنۍ جګړه کې د ۱۲ مهمو قوماندانانو په ګډون چې بهرنیان هم ورکې دي، نېږدې ۴۰۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال طارق شاه بهرامي او ویس احمد برمک چې نن دوشنبې د زمري ۲۲ مه یې کابل کې د یوې خبري غونډې ته د غزني د امنیت حالت په اړه معلومات ورکول و ویل، چې د ښار کنټرول د افغان ځواکونو په لاس کې دی او هلته یې له څلورو اړخونو عملیات پیل کړي دي.

د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي و ویل، چې د غزني په څلور ورځنۍ جګړه کې ۱۹۴ طالبان وژل شوي او ۱۴۷ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په وژل شویو کسانو کې ۱۲ د هغوی قوماندانان هم شامل دي، چې د پاکستان او چیچن وګړي دي.

دغه راز د ملي دفاع وزیر د ملي اردو د مرګ ژوبلې په اړه و ویل، چې تر اوسه یې دقیق شمېر نه دی معلوم خو د ولسي وګړو په اړه یې زیاته کړه، چې د غزني په دې جګړه کې تر ۳۰ پورې ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

ښاغلي بهرامي و ویل، چې طالبانو له ګاونډیو ولایتونو هم پر غزني د برید له پاره حشر کړی و، او د څلور خواو نه یې پر غزني ښار بریدونه پیل کړل، خو په وینا یې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او پر شاه وتمبول شول.

هغه وايي، غزني ته تر زرو پورې نور اضافي ځواکونه هم لېږل شوي، چې دا مهال په ښار کې له څلورو اړخونو عملیات پیل شوي او په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به امنیت کابو شي.

د ملي دفاع وزیر په دې اړه چې ولې پر وخت اقدام ونه شو، و ویل، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وخت اقدام کړی خو دا چې ولسي وګړو ته زیان
هغه د طالبانو له خوا د زندان د ماتولو، امنیه قوماندانۍ او بالاحصار د نیولو خبرې په کلک رد کړې او ویې ویل«طالبان دورغ وايي، زه ورته وایم، چې دروغ مو ولې ویل، تاسو ځانو ته مسلمان وایۍ نو دروغ ولې وایۍ، هلته زموږ امنیه قوماندان د بالاحصار په سر ودرېدو، زموږ ملي بیرغ او خپل ځان یې ټول ولس ته ښکاره کړ.»
ونه رسېږي، خو په ډېر احتیاط عملیات کوي.

جنرال طارق شاه بهرامي وايي، دا مهال د پوځ د مشر او د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په مشرۍ یو نظامي پلاوی غزني کې دی، چې د عملیاتو له پاره یې هر اړخیز پلان جوړ کړی او ډېر ژر به غزنی له طالبانو پاک شي.

نوموړي ومنله، چې پر غزني ښار د طالبانو د برید پر مهال د مخینوي په برخه کې ځینې نیمګړتیاوې رامنځ ته شوې، خو ټینګار یې وکړ، چې پوځ د ولسي وګړو د ژغورنې په خاطر په احتیاط عملیات کوي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم د ملي دفاع وزیر د خبرو د تایید تر څنګ و ویل، چې د غزني په جګړه کې طالبانو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه د طالبانو له خوا د زندان د ماتولو، امنیه قوماندانۍ او بالاحصار د نیولو خبرې په کلک رد کړې او ویې ویل«طالبان دورغ وايي، زه ورته وایم، چې دروغ مو ولې ویل، تاسو ځانو ته مسلمان وایۍ نو دروغ ولې وایۍ، هلته زموږ امنیه قوماندان د بالاحصار په سر ودرېدو، زموږ ملي بیرغ او خپل ځان یې ټول ولس ته ښکاره کړ.»

ښاغلي برمک د غزني په جګړه کې پولیسو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه و ویل، چې تر ۷۰ پورې پولیس په دې جګړه کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي، خو د ټپیانو دقیقه شمېره یې په ګوته نه کړه.

نوموړي و ویل، چې د شهیدانو او ټپیانو د لېږد له پاره تدابیر نیول شوي، چې ځینې به یې د هوا او ځينې به یې د ځمکې له لارې انتقال شي.

ویس احمد برمک و ویل، چې دا مهال په غزني ښار کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا په ګډه چاڼیز عملیات پیل شوي، چې د ښار لومړی حوزه له طالبانو پاکه شوې او د نورو سیمو د پاکولو له پاره هم عملیات روان دي.
 
نوموړي هم و ویل، چې افغان ځواکونه ځکه په احتیاط سره عملیات کوي، چې په وینا یې وسله والو طالبانو په مسجدونو، د خلکو به کورونو او نورو ځایونو کې ځایونه نیولي او له هغه ځایه جګړه کوي.

د هغه په وینا دا چې طالبان پوهېږي، چې امنیتي ځواکونه په مقدسو ځایونو، د خلکو په کورونو او عامه ملکیتونه هوایي او ځمکني بریدونه نه کوي، نو له همدې ټکي ګټه اخلي او له عملیاتو ځان خوندي کوي.
 
د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو طارق شاه بهرامي او ویس احمد برمک ډاډ څرګند کړ، چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به غزنی له طالب وسله والو پاک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي