سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن دوشنبې د زمري ۲۲ مه سهار مهال د بلخ ولایت د شولګر ولسوالۍ په خیرآباد سیمه کې رامنځ ته شوې.
د شولګر د امنيې قوماندانۍ سرپرست عصمت الله وايي، یو کرولا موټر د سمنګان ولايت له دره صوف ولسوالۍ نه د مزارشريف ښار پر لور روان و، چې ترافيکې پېښه يې کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې په پېښه کې ټول وژل شوي کسانو د د سمنګان ولايت د دره صوف ولسوالۍ اوسېدونکی دي خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې د یوې کورنۍ غړي دي که څنګه.
په ورته وخت کې د شولګر ولسوالۍ د ۲۰ بستریز روغتون مشر سید رسول وایي، په مړو شویو کسانو کې څلور نارینه، دوه مېرمنې او یو ماشوم وژل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:بلخ