غورماچ کې د افغان پوځ د چینایانو په نوم کمپ طالبانو نیولی دی

23 اسد 1397 ساعت 9:41

شمال کې پوځي چارواکي تایید وي، چې د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالۍ کې د چینایانو کمپ په نوم د افغان پوځ یوه هډه وسله والو طالبانو نیولې ده.


شمال کې پوځي چارواکي تایید وي، چې د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالۍ کې د چینایانو کمپ په نوم د افغان پوځ یوه هډه وسله والو طالبانو نیولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي رسنیو ته ویلي، چې د چینایانو په نوم کمپ باندې وړمه شپه وسله والو طالبانو برید کړی وو.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې پوځي اډه کې تر ۷۰  زیات سرتېري موجود و، چې یو شمېر یې طالبانو ته تسلیم شوي او یو شمېر نور یې وژل شوي او ټپیان دي.

د هغه په وینا د پوځ دغه پوځي اډه د ۴۸ ساعتونو له پاره د طالبانو تر کلابندۍ لاندې وه، چې امنیتي ځواکونو ورسره سخت مقاومت کړی دی، خو وروسته طالبانو نیولې.

په شمال کې امنیتي چارواکي وايي، که چېرته په لومړیو کې د دغه پوځي اډې د کلابندۍ ماتولو له پاره پر وخت اقدامات شوی وای، نو د طالبانو لاس ته به نه لوېده.

د دوی په خبره دفاع وزارت او د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د طالبانو د برید پر مهال په وخت مرسته ونه کړه، نو ځکه دغه پوځي اډه د طالبانو لاس ته ولوېده.

 په ورته وخت کې د فاریاب ولایتي شورا هم د دغه پوځي اډې په سقوط کې امنیتي او دفاعي چارواکي په ناغېړۍ او نه مرستې تورن کړل.

جمهورخبري آژانس:شمال
 
 


د مطلب کود: 107355

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107355/

جمهور
  https://www.jomhornews.com