۰

هلمند کې ټپي شوی امریکایي سرتېری مړ شو

سی شنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۰
د امریکا دفاع وزارت وايي، د دوی یو سرتېری چې په افغانستان کې ټپي شوی وو د سختو ټپونو له امله مړ شوی دی.
هلمند کې ټپي شوی امریکایي سرتېری مړ شو
د امریکا دفاع وزارت وايي، د دوی یو سرتېری چې په افغانستان کې ټپي شوی وو د سختو ټپونو له امله مړ شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي سرتېری ریمونډ رېرګل نومېده او د امریکا د ځانګړو ځواکونو غړی وو.

ریمونډ رېرګل د افغانستان په لودیځ ولایت هلمند کې په یوه چاودنه کې ټپي شوی و، چې سختو ټپونو له امله یې پروه ساه ورکړې ده.

باید و ویل شيو چې دا په روان کال کې پنځم امریکایي عسکر دی چې په افغانستان کې وژل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي