هلمند کې ټپي شوی امریکایي سرتېری مړ شو

23 اسد 1397 ساعت 9:50

د امریکا دفاع وزارت وايي، د دوی یو سرتېری چې په افغانستان کې ټپي شوی وو د سختو ټپونو له امله مړ شوی دی.


د امریکا دفاع وزارت وايي، د دوی یو سرتېری چې په افغانستان کې ټپي شوی وو د سختو ټپونو له امله مړ شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي سرتېری ریمونډ رېرګل نومېده او د امریکا د ځانګړو ځواکونو غړی وو.

ریمونډ رېرګل د افغانستان په لودیځ ولایت هلمند کې په یوه چاودنه کې ټپي شوی و، چې سختو ټپونو له امله یې پروه ساه ورکړې ده.

باید و ویل شيو چې دا په روان کال کې پنځم امریکایي عسکر دی چې په افغانستان کې وژل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107357

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107357/

جمهور
  https://www.jomhornews.com