۰

یو لوړ پوړی هندي پلاوی کابل ته راځي

سی شنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۱
د اقتصاد وزارت وايي، ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې یو لوړ پوړی هندي پلاوی کابل ته راشي.
یو لوړ پوړی هندي پلاوی کابل ته راځي
د اقتصاد وزارت وايي، ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې یو لوړ پوړی هندي پلاوی کابل ته راشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي د دغه پلاوی مشري به د هند د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر په غاړه وي او افغانستان کې به د هند د نویو پروژو په اړه له افغان چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

دا پروژې به په کرنې، انرژۍ او د لویو لارو جوړولو په برخه کې عملي شي، چې ویل کېږي تر نیم میلیارډ ډالرو پورې به پرې مصرف شي.

د هېواد د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن وایي، چې افغانستان ته د دې پلاوي د راتګ موخه له افغان چارواکو سره د یاد هېواد پر تازه پروژو خبرې اترې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې یو لوړ پوړی چنیايي پلاوی هم کابل ته راشي او د دوه اړخیزه سوداګریزه او نورو اړیکو د پراختیا په اړه د افغان چارواکو سره وګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي