۰
طالب سرچینې برېتانوۍ ورځپاڼې ته!

له امریکا سره بیا خبرې کوو، دا خبرې به یو بریالیتوب او د ټولو لپاره د حیرانتیا وړ وي

سی شنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۳
طالب سرچینو لوېدیځو رسنیو ته ویلي، چې دوی به راتلونکې میلادي میاشت یو ځل بیا له امریکايي چارواکو سره وګوري او خبرې اترې به ورسره وکړي.
له امریکا سره بیا خبرې کوو، دا خبرې به یو بریالیتوب او د ټولو لپاره د حیرانتیا وړ وي
طالب سرچینو لوېدیځو رسنیو ته ویلي، چې دوی به راتلونکې میلادي میاشت یو ځل بیا له امریکايي چارواکو سره وګوري او خبرې اترې به ورسره وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برېتانوي رسنیو د طالبانو د کوټې شورا د یوه غړي له قوله ویلي، چې له امریکا سره به راتلونکې خبرې یو بریالیتوب او د ټولو لپاره د حیرانتیا وړ وي.

که څه هم د دې لیدنې او خبرو دقیقه نېټه نه ده څرګنده شوې خو دغه طالب چارواکي د تېرې یکشنبې په ورځ برېتانوي ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو او امریکا دا ځل خبرې اترې او ناسته به هم د قطر پلازمېنه دوحه کې تر سره شي.

د هغه په وینا د طالب استازو او امریکايي چارواکو تر منځ مخکنۍ خبرې اترې هم  ګټورې وې او دا لړۍ به تر یوه وخته پورې دوام وکړي.

نوموړي ویلي، دوی به په دې ناسته کې پر ډېرو مهمو مسایلو بحث وکړي خو دا چې دا مسایل کوم دي په اړه یې جزیات نه دي ورکول شوي.

هغه یادې ورځپاڼې ته ویلي چې له امریکا سره به راتلونکې خبرې یو بریالیتوب او د ټولو لپاره د حیرانتیا وړ وي.
دغه راز ګارډین ورځپاڼې بیا د یو طالب مشر له خولې لیکلي چې دوی د روسیې له یو شمېر ډیپلوماټانو سره دا معلومات شریک کړي چې امریکا له ۲۰۲۰ کال وروسته له افغانستانه وځي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکايي چارواکو او طالب استازو څه موده وړاندې هم څو ځلې په قطر کې سره ناست او د افغانستان د روان وضعیت په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

ویل کېږي په دغه ناستو او لیدونو کې د امریکايي چارواکو مشري د بهرنیو چارو وزارت مرستیالي الیس ویلز او د طالب استازو مشري شېرمحمد عباس ستانکزي کوله.

هغه مهال دواړو لورو تایید کړې وه، چې خبرې اترې یې ګټورې وې، خو په دې اړه یې نور جزیات نه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي