دفاع وزارت او د غزني والي:

د غزني ښار په بشپړه توګه له طالبانو پاک شوی

23 اسد 1397 ساعت 13:57

د ملي دفاع وزارت او د غزني والي وايي، د غزني ښار په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو څخه پاک شوی او اوس عملیات د ښار په څنډو کې روان دي.


د ملي دفاع وزارت او د غزني والي وايي، د غزني ښار په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو څخه پاک شوی او اوس عملیات د ښار په څنډو کې روان دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دوی زیاتوي، چې طالبان د قلعه قاضي، خوګیاڼو او اندړو خواو ته په تېښته دي او امنیتي او دفاعي ځواکونو د ښار بشپړ کنټرول په لاس کې لري.

د غزني والي وحید الله کلیمزی وايي، د غزني په جګړه کې به تر ۳۰ پورې ولسي وګړي وژل شوي خو په وینا یې تر اوسه دقیقه شمېره نه ده معلومه.

د هغه په وینا طالبانو په غزني ښار کې د رخت او پختې مارکېتونه هم سوځولي او دغه راز یې خلکو ته نور میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت هم وایي، غزنی ښار په بشپړه توګه د افغان ځواکونو په لاس کې دی او طالبان په شاه تمبول شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید زیاتوي، چې دا مهال افغان کمانډو او ځانګړي ځواکونه د غزني ښار د باندې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د وسله والو پر ضد به عملیات تر هغې روان وي، تر څو ټولې سیمې له دښمن پاکې شوې نه وي او ګواښونه په بشپړه توګه له منځه تللي نه وي.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د غزني په څلور ورځنۍ جګړه کې ۱۱۰ پولیس او د ملي اردو سرتېري، ۴۰ ولسي وګړي او ۳۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دغه راز په دې جګړه کې ګڼ شمېر طالبان، افغان سرتېري او ولسي وګړي ټپیان شوي هم دي او خلکو ته میلیونه افغانۍ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

باید و ویل شي، چې شاوخوا ۸۰۰ وسله والو طالبانو د تېرې پنشبنې په شپه په غزني ښار د څلور خواو بریدونه پیل کړل، چې ځانونه یې د ښار تر منځ پورې ورسول.

ملي دفاع وزارت وايي، په دغه جګړه کې ډېرو بهرنیو طالبانو، چې پاکستاني، چیچنايي، عرب او نور وګړي په کې شامل و برخه اخیستې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 107372

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107372/

جمهور
  https://www.jomhornews.com