افراسیاب خټک:

پاکستان د غزني جګړه کې د پاکستاني جنګیالیو د ښکیلتیا په اړه وضاحت ورکړي

23 اسد 1397 ساعت 14:43

د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مشر وايي، د پاکستان حکومت دې ژر د هغه راپورونو په اړه وضاحت ورکړي، چې ویل کېږي، د افغانستان د غزني ولایت په جګړه کې پاکستاني جنګیالي وژل شوي دي.


د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مشر وايي، د پاکستان حکومت دې ژر د هغه راپورونو په اړه وضاحت ورکړي، چې ویل کېږي، د افغانستان د غزني ولایت په جګړه کې پاکستاني جنګیالي وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ګوند مشر افراسیاب خټک د غزني له څلور ورځنې جګړې وروسته نن سه شنبې د زمري ۲۳ مه په یوه ټویټ کې کړې ده.

افراسیاب خټک وروسته له هغې دا څرګندونې کوي، چې پرون د افغانستان د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او دغه راز د غزني چارواکو و ویل، چې پر غزني ښار په جګړه کې پاکستاني، چیچنايي عرب او نورو بهرنیو وسله والو هم برخه اخیستې وه.

د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي و ویل، چې په دغه جګړه کې د ۱۲ قوماندانو په ګډون تر ۲۰۰ زیات طالبان وژل شوي، چې ډېری یې پاکستاني، چیچنايي او عرب وسله وال دي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم ورته څرګندونې وکړې او د غزني امنیه قوماندان فرید مشعل رسنیو ته ویلي، چې د غزنی په جګړه کې پاکستاني ملېشو، د استخباراتو ځریو او نورو وسله والو برخه درلوده، چې ګڼ شمېر یې وژل شوي دي.

په ورته وخت په ټولنیزه او خوله رسینو کې خپرې شوې ویډیوګانې او انځورونه ښيي، چې د غزني په جګړه کې د یو شمېر وژل شویو پاکستاني وسله والو مړي او ټپیان پاکستان ته لېږدول کېږي.

تر دغه څرګندونو وروسته د پاکستان د عوامي نیشنل پارټۍ مشر افراسیاب خټک په یوه ټویټ کې ویلي چې د پاکستان حکومت د ژر د هغه راپورونو په اړه وضاحت ورکړي کوم چې ویل کیږي د غزني په جګړه کې پاکستاني جنګیالی وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، که چیرې د افغان چارواکو دا ادعا رښتیا شي نو پر غزني ښار برید به د ۱۹۸۹ کال د جلال اباد برید په څېر د یوې ناکامې تجربې تکرار وي، چې بیا به یې هم قرباني لر او بر افغان ولس وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107377

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107377/

جمهور
  https://www.jomhornews.com