۰

طالبان د اختر په شپو کې پر اوربند غور کوي

چهارشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۳
راپورونه وايي، وسله وال طالبان د راتلونکي لوی اختر په ورځ کې د موقت اوربند په اړه غور کوي، خو په وینا یې وروستۍ پرېکړه د دوی د مشر په لاس کې ده.
طالبان د اختر په شپو کې پر اوربند غور کوي
راپورونه وايي، وسله وال طالبان د راتلونکي لوی اختر په ورځ کې د موقت اوربند په اړه غور کوي، خو په وینا یې وروستۍ پرېکړه د دوی د مشر په لاس کې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې دوه طالب مشرانو د نوم نه خپرولو په شرط رویټرز خبري آژانس ته کړې دي.

دغه طالب مشرانو رویټرز ته ویلي، چې د دوی د لوی اختر په ورځو کې د اوربند په هکله بحث کوي.

له دغه طالب مشرانو یوه تن یې ویلي، دوستان یې مشروې ورکوي، چې د اختر په ورځو کې څلور ورځنی اوربند اعلان کړي، تر څو خلک د کوچیني اختر په شان سوله ییز او ارام اختر ولري.

خو بل طالب چارواکي بیا رویټرز ته ویلي، چې د تېر اختر په څیر به ددې ډلې مشران د اوربند په اړه ډول ډول نظریات ولري.

د هغه په وینا که څه هم د اوربند په اړه به ډول ډول نظریات وي، خو وروستۍ پرېکړه به د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده کوي، چې اوربند اعلانو او که جګړې ته دوام ورکوي.

د دې طالب مشر په خبره غوښتنه د یوې اوونۍ اوربند شوې، خو د طالبانو مشرتابه ښایي څلور ورځنی اوربند اعلان کړي.

باید و ویل شي، چې په کوچیني اختر کې لومړی د افغان حکومت او وروسته د طالبانو له خوا اوربند اعلان شو، چې په کور د ننه او نړیواله کچه له هرکلي سره مخ شو.

اوس هم ولس او نړیوال له دواړو لورو غواړي، چې په دې اختر کې هم اوربند وکړي، خو په وینا یې اوږد او داسې اوربند چې وکولای شي د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي