۰

پکتيا کې هم د ټاکنو د سیمه ییز کميسیون دروازه وتړل شوه

چهارشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۳
له پکتیا ولایت څخه ولسي جرګې ته د نوماند الامير بهرام زوی پلویانو د پکتیا ولایت د ټاکنو د سیمه ییز کمېسیون دروازه تړلې ده.
پکتيا کې هم د ټاکنو د سیمه ییز کميسیون دروازه وتړل شوه
له پکتیا ولایت څخه ولسي جرګې ته د نوماند الامير بهرام زوی پلویانو د پکتیا ولایت د ټاکنو د سیمه ییز کمېسیون دروازه تړلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې الامير بهرام زوی یو له هغه نوماندانو څخه دی، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وروستي لېست کې یې نوم د ۳۵ ایستلو نوماندانو په ډله کې راغلی دی.

د نوماندانو له نوم لړ څخه د الامير بهرام زوی د نوم په لرې کولو سره د هغه یو شمېر پلویانو پرون سه شبنې د زمري ۲۳ مه په اعتراض لاس پورې کړی او د پکتیا ولایت د ټاکنو د سیمه ییز کمېسیون دروازه یې تړلې ده.

اعتراض کوونکو د کمېسیون مخې ته د پرلټ خیمه وهلې او وايي، د نوماندانو په وروستي لېست کې په لسګونه داسې کسان هم شامل دي، چې د ځمکو پر غصب، فساد او نورو غيرقانوني کړنو تورن دي، خو بيا داسې کسان له لېست څخه ایستل شوي، چې هېڅ دوسيه نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د وروستي نوملړ څخه ایستل شویو ځینو نوماندانو کابل کې هم په اعتراض لاس پورې کړی او له تېرو دوه ورځو راهیسې یې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دروازې د کارکوونکو پر مخ تړلې دي.

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، له نوم لړ څخه د نوماندان د ایستلو موضوع په دوی پورې اړه نه لري، بلکې دا د شکایتونو د کمېسیون کار دی او اعتراض کوونکي دې خپلې غوښتنې له هغوی سره شریکې کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد دوه ورځې وړاندې خبردارۍ ورکړ، چې که چېرته ټاکنې وځنډېږي، نو مسؤولیت به یې د کمېسیون نه بلکې د حکومت، سیاسي ګوندونو او معترضو نوماندان په غاړه وي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي