۰

د غزني په جګړه کې ۱۴۵ سرتېري او ۶۰ ولسي وګړي وژل شوي دي

چهارشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۸
امنیتي او دفاعي چارواکي وايي، د غزني ښار په پنځه ورځنۍ جګړه کې تر ۱۴۵ پورې افغان سرتېري او ۶۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.
د غزني په جګړه کې ۱۴۵ سرتېري او ۶۰ ولسي وګړي وژل شوي دي
امنیتي او دفاعي چارواکي وايي، د غزني ښار په پنځه ورځنۍ جګړه کې تر ۱۴۵ پورې افغان سرتېري او ۶۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا مهال غزنی ښار د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دی، طالبان له ښاره شړل شوي، خو د ښار په څندو کې یې پر وړاندې چاڼیز عملیات لا هم دوام لري.

امنیتي سرچینې وايي، په دغه جګړه کې ټولټال ۱۴۵ امنیتي سرتېري او ۶۰ ولسي وګړي وژل شوي، خو د ټپیانو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

سرچینې دا هم وايي، چې په دې جګړه کې د ۱۲ مهمو قوماندانانو په ګډون ۵۳۳ وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، چې ۳۲۳ یوازې په کې وژل شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي، په وژل او ټپیانو کې یو زیات شمېر یې بهرني په ځانګړي ډول پاکستاني، چیچن او عرب جنګیالي شامل دي، خو طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.

په خواله رسینو کې خپرې شوې ویډویوګانې او انځورونه هم ښيي، چې د غزني په جګړه کې پاکستاني وسله وال وژل شوي، چې جسدونه یې پاکستان ته لېږدول کېږي.

په ورته وخت کې په پاکستان کې د عوامي نېشنل ګوند مشر افراسیاب خټک هم د دغه خبرې پخلی کړی، چې په غزني کې د وژل شویو پاکستاني وسله والو جسدونه دغه هېواد ته لېږدول کېږي.

نوموړي د پاکستان پر حکومت غږی کړی، چې د دغه راپورونو په اړه وضاحت ورکړي.

پر غزني ښار د تېرې پنشنبې په شپه وسله والو طالبانو له څلورو اړخونو بریدونه پیل کړل او جګړې تر څلورو ورځو پورې په ښار کې دوام درلود، چې ګڼې ورانۍ یې رامنځ ته کړې او غزنی د اور په لمبو کې سوځېدلی دی.

که څه غزني ښار کې اوس حالت عادي دی، خلک تګ راتګ کوي، خو ورانې ویجاړې ودانۍ سوځېدلي مارکېټونه، پر واټونو د مړو جسدونه هغه څي، چې ښاریان یې لا هم په وېره ترهه کې اچولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي