۰
سیمه ییز چارواکي:

بغلان کې ۴۴ افغان سرتېري وژل شوي دي

چهارشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۰
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۴۴ افغان سرتطءي وژل شوي، چې ډېری یې افغان پوځیان دي.
بغلان کې ۴۴ افغان سرتېري وژل شوي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۴۴ افغان سرتطءي وژل شوي، چې ډېری یې افغان پوځیان دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جګړه پرون شپه (چهارشبنې د زمري ۲۴مه) د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې شوې ده.

د بغلان د عامه نظم د کنډک قوماندان سمونوال ذبیح الله غورځنګ وايي، طالبانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ په علاوالدین سیمه کې د سیمه ییزه پولیسو او پوځ پر پوستو بریدونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په بریدونو او دوه ساعته جګړه کې ۳۶ د پوځ سرتېري او ۸ سیمه ییز پولیس وژل شوي ادي.

د هغه په وینا اوس مهال سیمې ته تازه دمه سرتېري د رسېدو په حال کې دي او د وسله والو پر ضد به پراخ عملیات پیل کړي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم په بغلان کې د جګړې د پخلي تر څنګ د یوه قوماندان په ګډون د ۷۰ سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

دغه راز مجاهد ځینو پوستو، وسلو او مهماتو د نیولو ادعا هم کړې، خو د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

دا په غزني او فاریاب ولایت کې تر خونړیو جګړو وروسته درېیم ځای دی، چې په کې لسګونه افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوړي.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي