لوی څارنوال:

ملګري ملتونه د ترهګرۍ او افراطیت په له منځه وړلو کې مسوول دي

24 اسد 1397 ساعت 14:38

د افغانستان لوی څارنوال وايي، ملګري ملتونه د ترهګرۍ او افراطیت په له منځه وړلو کې مسوول دي او که یې مخنوی ونه شي راتلونکي نسلونه به په هېڅ ځای کې له جګړو په امان کې نه وي.


د افغانستان لوی څارنوال وايي، ملګري ملتونه د ترهګرۍ او افراطیت په له منځه وړلو کې مسوول دي او که یې مخنوی ونه شي راتلونکي نسلونه به په هېڅ ځای کې له جګړو په امان کې نه وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لوی څارنوال فرید حمیدي دغه څرګندونې نن چهارشبنې د زمري ۲۴ مه کابل کې د ترهګرۍ د قربانیانو د یاد ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

نوموړي و ویل، چې ترهګري هېڅ دین، مذهب، نژاد، سمت او ملیت نه پېژني نو ځکه د دغه پدیدې د لمنځه وړلو په برخه کې جدي ګامونه باید پورته کړای شي.

د هغه په وینا د دې له پاره د افراطیت او ترهګرۍ ضد فرهنګ جوړونې ته ستره اړتیا ده، چې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو له لوري په ټوله نړۍ کې رامنځ ته شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ښوونځیو تعلیمي نصاب باید منظم شي، افراطیت ترې وایستل شي او نړیوالو ته د افراطیت پر ځای د انسانیت او انسان دوستۍ درسونه ورکړل شي.

د افغانستان لوی څارنوال وايي، ملګري ملتونه د ترهګرۍ او افراطیت په له منځه وړلو کې مسوول دي او باید په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

ښاغلي حمیدي ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې له افراطیت سره جدي مبارزې ته اړتیا ده او که په روان حالت کې په افغانستان کې د جګړو، افراطیت او ترهګرۍ ضد فرهنګ جوړ نه شي راتلونکي نسلونه به هم له جګړو په امان نه وي.

لوی څارنوال وايي افغان حکومت ته هم په کار ده، چې د خپلو تبیلغاتي دستګاوو پر مټ د جګړې په اړه کرکه او نفرت خور کړي او خلک له افراطي افکارو او عقدو وژغوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107410

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107410/

جمهور
  https://www.jomhornews.com