۰
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون:

په تېرو ۹ کلونو کې تر ۶۴ زره زیات کسان د ترهګرۍ قرباني شوي

چهارشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۸
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، په تېرو ۹ کلونو کې تر ۶۴ زره زیات افغانان د ترهګرۍ او ترهګرو فعالیتونو قرباني شوي دي.
په تېرو ۹ کلونو کې تر ۶۴ زره زیات کسان د ترهګرۍ قرباني شوي
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، په تېرو ۹ کلونو کې تر ۶۴ زره زیات افغانان د ترهګرۍ او ترهګرو فعالیتونو قرباني شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کمېسیون نن چهارشنبې د زمري ۲۴ مه د ترهګرۍ د قربانیانو د یاد ورځې په مناسبت کابل کې په جوړه شوې غونده کې د ترهګرۍ د قربانیانو شمېره په یوه تحقیقي راپور کې وړاندې کړه.

د بشري حقونو د کمېسیون په دغه راپور کې راغلي، چې په تېرو ۹ کلونو کې ۶۴۱۰۴ ولسي وګړي د ترهګریزه فعالیتونو قرباني شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د قرباني شویو کسانو له ډلې ۳۶ سلنه یې وژل شوي او ۶۴ سلنه یې ټپیان شوي دي.

دا راپور چې له ۳۱۲۹ کسانو سره د مخامخ خبرو پر بنسټ په یوه کال کې په افغانستان کې برابر شوی ښيي، چې ۶۹.۸ سلنه د ترهګرو ډلو له خوا او ۱۰.۷ سلنه د افغان او بهرنیو ځواکونو وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

راپور وايي، ۱.۵ سلنه خلکو ورته ويلي، چې د ترهګرو ډلو له خوا یرغمل شوي، ۵.۴ سلنه ورته ویلي، چې ترهګرو له خوا ځورول شوي، ۱۳.۵ سلنه ویلي، چې یا خپله او یا یې هم خپلوان د ترهګرو په بریدونو کې ټپیان شوي او ۲۵ سلنه هم ویلي، چې د ترهګرو د فعالیتونو له امله یې خپلې سیمې پرېښې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون مشرې سیما سمر د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ، چې د ولسي وګړو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړې و ویل، چې له ترهګرۍ سره مبارزه اوږده وخت ته اړتیا لري او یوازې د نظامي لارې نه شي کېدای د ترهګرۍ له پدیدې سره مبارزه وشي.

هغې و ویل، چې د ترهګرۍ سره مبارزه یوه ملي او نړیوال میکانېزم ته اړتیا لري، تر څو خلک په حکومت باوري شي، او د قانون حاکمیت رامنځ ته شي.

د بشري حقونو د کمېسیون مشرې پر افغان حکومت غږ وکړ، چې په هېواد کې د بې روزګارۍ او فقر د له منځه وړلو په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي، ځکه په وینا یې یوازینې لامل چې ترهګرۍ ډلې کولای شي، په اسانۍ جنګیالي خپلو لیکو ته جذب کړي همدا بې روزګاري او فقر دی.

 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي